په امریکا کې د جګړې ضد او سولې ملاتړو بنسټونو د ټرمپ له هغه اقدام هر کلی کړی دی چې له مخې یې خپل سرتېري له سوریې وباسي. په واشنګټن کې د سولې ملاتړي او جګړې ضد یوه بنسټ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د دغه هېواد څو نسلونو ته جګړه په میراث پرېښوده او اوس ددې وخت دی چې امریکايي مشران دغه جګړه پای ته ورسوي. ددغه بنسټ په وینا ټرمپ نه یوازې له سوریې، باید له عراق، یمن، افغانستان او نورو هېوادونو هم باید خپل سرتېري هېواد ته ستانه کړي. سرچینه وايي په افغانستان کې د امریکا د حضور اتلس کاله تېر شول، خو نظامي هڅو، وژلو، بمباریو، عملیاتو او د میلیاردونو ډالرو لګولو هېڅ راز بدلون په سیمه کې نه دی راوستی. دغه بنسټ وايي امریکا ته په کار ده، چې د نړۍ په دې حساسو شرایطو کې د پوځي اقداماتو پر ځای د مسئلو پر سیاسي حل فکر وکړي او ددوی دغه چاره به د ملکي امریکایانو ملاتړ هم له ځان سره ولري.



































