د بندیانو خوشي کول او د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو او امریکا ترمنځ د بحث مهم موضوعات وو. ملټري ټایمز نشریه په خپل یوه مطلب کې د طالب سرچینو له خولې لیکي، چې په دې درې ورځنیو خبرو کې تر ډېره د بندیانو پر خوشي کولو او بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي. ملټري ټایمز ته طالب ویاند ویلي، له امریکا سره همدا راز پر دې خبرې شوې دي چې باید پر کلیو او بانډو د بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول شي او د طالبانو زندانیان ازاد شي. سرچینې همدا راز ویلي چې خلیلزاد ترې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصولو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو یې په مقابل کې انس حقاني غوښتی دی. انس حقاني د افغان حکومت په بند کې دی او طالبانو یې په ځلونو د خلاصولو غوښتنه کړې ده. طالبانو ویلي چې په دې لیدنه کې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي او په وینا یې له امریکا سره به یې خبرې روانې وي. تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به د خبرو بل پړاو په ریاض کې ترسره کېږي.