د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري. د دې وزارت ویاند وانګ وین بین په یوه خبري غونډه کې وویل چې امریکا د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي. نږدې یو کال مخکې چې ا.ا بیا واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمايي دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي خو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادي متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.


































