د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددوی ځواکونه په افغانستان کې مشروط حضور لري او تر هغه چې ترهګرې ډلې نه وي ختمې شوې خپل هېواد ته نه ستنېږي. ددغه وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په اماراتو کې د امریکا او طالبانو د وروستۍ لیدنې په اړه خبریالانو ته ویلي چې دغه خبرې مثبتې وې او هیله لري چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي. دده په وینا د امریکا ستره موخه دا ده، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ومومي او تر څنګ یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې دخبرو زمینه برابره شي. هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه به طالبانو ته د امریکا ځواب څه وي، خو وایي تر هغه چې افغانستان ته امنیت نه وي راغلی ددوی ځواکونه به هم حضور ولري.