د هرات ځايي چارواکي وايي چې دغه پوځ به د خپلو سیمو امنیت تامینوي او د وسله والو ډلو پر وړاندې به جګړه کوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي چې دغه پوځ لومړی په ګذره، کشک کهنه او کشک رباط ولسوالیو کې جوړېږي. دده په وینا ددغه پوځ په جوړېدو سره به په یادو ولسوالیو کې سترې امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي. فرهاد وايي چې دمګړی لسګونه کسان ددغه پوځ لپاره په ۲۰۷م ظفر قول اردو کې تر روزنې لاندې دي.