نړیوال سره صلیب په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د نوي حکومت له یو کلن کېدو سره جوخت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت او مخ پر ځوړ روان حالت د جدي اندېښنې وړ دی. سرچینه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي او نړیواله ټولنه له افغانانو سره خپلې مرستې ډېرې نه کړي نو په دغه هېواد کې به ستر بشري ناورین رامنځته شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان خلک دې د سیاسي وضعیت د بیې پرې کولو ته نه اړ کېږي، بلکې له دوی سره دې مرستې وشي او په دې سختو شرایطو کې یې دې لاسنیوی وشي.



































