تر سوریې وروسته ښاېي له افغانستان هم امریکايي ځواکونه وایستل شي. یوې امریکايي رسنۍ د متحده ایالاتو د سناتورانو او سیاسي څارونکو له خولې لیکلي، ښایي تر سوریې وروسته له افغانستان هم د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه وشي. ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ، چې ډېر ژر به خپل ځواکونه له سوریې وباسي. دده په خبره په سوریه کې دداعش فعالیتونه ختم شوي دي نو ځکه یې د ځواکونو حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي. سناتور لنډسي ګراهام ویلي، په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور هم ګڼې پوښتنې او اندېښنې امریکایانو ته را ولاړې کړې دي او ښايي تر فشارونو وروسته واشنګټن د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي. نن ګڼو امریکايي رسنیو پر همدې موضوع تحلیل کړی دی او په وینا یې تر سوریې وروسته ښایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو وار را ورسېږي. د طالبانو او امریکا په وروستۍ مخامخ لیدنه کې هم تر ډېره پر دې بحث شوی چې باید بهرني ځواکونه له افغانستان و ایستل شي او یا یې د وتلو لپاره مهالوېش جوړ کړل شي.