د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد، ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته د ابوظبۍ د تيرې غونډې په اړه معلومات ورکړي ، له دغه ناستې وروسته سمدستي د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر په يوه اعلاميه کې د اماراتو د غونډې په اړه وضاحت غوښتی. د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا، اماراتو او سعودي عربستان هڅې په دې برخه کې د ستاینې وړ دي، خو روان ګمانونه جدي وضاحت ته هم اړتیا لري. په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ هېواد یا شخص ته په افغانستان کې د نوي جوړښت په اړه د بحث واک نه ورکول کېږي. سرچینه وایي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کول یوازې او یوازې د افغانانو او د هغوی د مشرتابه کار دی او د هېڅ داسې تقسیماتو غوښتونکي او پلوي نه دي، چې اساسي قانون تر پښو لاندې شي. په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده، خو لاسته راوړنې یې باید وساتل شي او پر سر یې معامله ونه شي.