د افغانستان د ا.ا کابينې د کمال خان بند د تخنيکي چارو د بشپړولو لپاره د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه منظور کړي دي. د ا.ا کابينې چې د رييس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه دغه راز اقتصادي کمېسيون ته دنده سپارلې ده چې له وړانديزونو سره سم د کمال خان بند د پاتې تخنيکي کارونو د بشپړولو لپاره اقدام وکړي. د ا.ا کابينې څه موده وړاندې يوه پلاوي ته دنده سپارلې وه چې نيمروز کې د کمال خان بند د پاتې کارونو او فراه کې د بخش اباد بند د انحرافي کانالو کارونه و ارزوي او د بشپړولو په موخه یې خپل وړانديزونه د کابينې بلې غونډې ته وړاندې کړي. ياد پلاوي د کابينې غونډې ته د بخش اباد بند د انحرافي کانالونو د رغولو په تړاو هم خپل وړاندې کړي چې د کابينې له لوري تاييد شوي او اقتصادي کمېسيون ته يې د عملي کولو سپارښتنه شوې ده.



































