ولسمشر غني د خوشحال خان خټک په علمي او څېړنیز سیمینار کې وویل چې افغان حکومت به په نږدې راتلونکې کې د یو بل کلاسیک افغان شاعر حمید مومند د قبر د تعمیر کار پیل کړي. نوموړي دغه راز مالیې وزارت ته هدایت ورکړ چې په پیښور کې دې په افغان بلډنګ کې یو فرهنګتون ایجاد او هلته دې د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وکړي. هغه زیاته کړه دلته د افغانستان له علومو اکاډمي او نورو ادارو هم غوښتنه کوي چې تر دې وروسته د پښتونخوا او کوټې د سیمو د لیکوالو او ادیبانو د اثارو په چاپولو کې فعاله ونډه واخلي.