د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې ناڅرګندو وسله والو د یاد ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ له مربوطاتو پنځه تنه مسافر تښتولي دي. د ولایتي شورا ریس رازمحمد وویل چې یاد کسان ملکي وګړي دي او نن له غرمې مخکې وسله والو له ځان سره نامعلوم لورته بیولي دي. د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي پېښه تاییدوي خو زیاتوي چې د تښتول شویو کسانو دقیق شمېر مالوم نه دی. هغه وویل چې پولیس هڅه کوي څو دغه کسان د وسله والو له منګولو وژغوري. تر اوسه چا د یادې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې ورته پېښې ډېرې شوې دي.