د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په اماراتو کې له طالب استازي سره تر لیدنې وروسته په کابل کې له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په اماراتو کې یې له طالبانو سره خبرې مثبتې وې. نوموړي دغه راز وویل چې که څه هم طالبانو ویلي چې د سولې په برخه کې جدي دي خو په خبره یې دی لا هم د سولې په برخه کې د طالبانو پر جدیت شک لري. خليلزاد زیاته کړې له افغان پلاوي سره د طالبانو نه کاته د طالبانو لويه تيروتنه وه او په زیان به یې تمام شي. نوموړی وایي سعودي او اماراتو د درې مياشتني اوربند وړانديز کړی؛ خو طالبانو وخت غوښتی دی. خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د وضاحت غوښتنې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د بل نظام جوړولو وخت تير دی، دوی پر موقت حکومت او سياسي نظام خبرې نه دي کړي. هغه ویلي دی د افغان حکومت استازی نه دی او امریکا د افغانانو په استازولی له طالبانو سره خبرې نه کړې او نه به یې وکړي، بلکې د دوی هڅه دا ده چې د دواړو لوریو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.