د تعرفې کمېټی د پرېکړې او د مالیې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د ناپروسس شوو شوکاڼو د يو ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ماليي وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معينت له لوري رسنيو ته استول شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د غیر پروسس شوي شوکاڼي د يوه ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه. سرچينه وايي چې د دې پرېکړې له مخې د پروسس شوي شوكاڼي د يوه ټن ګمرکي تعرفه ۱۰ سلنه ټاکل شوې ده. د دې ترڅنګ د تعرفې کمېټې د پرېکړې او ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د سرب نيمه قيمتي ډبرې صادراتي ګمركي تعرفه هم له ۲،۵ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده. د ګمرکي تعرفې له اصولو سره سم، یاده پرېکړه د روان کال د وږي میاشتی له ١٦ مې نېټې په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده.



































