ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د کاندیدانو نوملیکنه په رسمي توګه پیل شي، چې تر اوسه پورې د دوو مطرحو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو له خوا له ځینو مهمو سیاسی شخصیتونو سره خپل منځي لیدنې کتنې او سلا مشورې پیل شوې دي.
سپوږمۍ راډيو ته د رسیدلو معلوماتو له مخې ولسمشر غني له ډاکټرعبدالله عبدالله سره یو وار بیا اجرایه ریاست منلی او په همدې وخت کې یې له صلاح الدین رباني غوښتي چې لومړی مرستیاليومني، خو تر دې دمه دواړو د غني دغه وړاندیز نه رد او نه هم منلی دی. سرور دانش د دویم ځل لپاره د غنی دویم مرستیالۍ ته غاړه ایښې ده. دغه راز غني له جنرال دوستم غوښتي چې خپل یو استازی د درېیم مرستیال په توګه ور معرفي کړي، خو دوستم تر دې دمه دا وړاندیز رد کړی او بیرته د لومړۍ مرستیالۍ غوښتنه لري.
بل خوا محمد حنیف اتمر له عطامحمد نور سره ژمنه کړې چې نوموړي ته به د اجرایه ریاست څوکۍ ورکوي. دغه راز محمد یونس قانوني د لومړي مرستیال او محمد محقق ورسره د دویم مرستیال څوکۍ منلې او له شاکر کارګر سره د درېیم مرستیال په توګه د ټاکل کېدو ژمنه شوې ده.
ویل کېږي چې دواړه ټیمونه یو له بل څخه د ټاکنیز ټیم د کاپي کولو په هڅه کې دي او هر ټیم چې کوم بدلون راولي، بل ټیم یې کټ مټ کاپي کوي.
که څه هم د ټاکنیزو ټیمونو دغه جوړښت د اساسي قانون خلاف دی، خو دواړو احتمالي کاندیدانو سر له اوسه د قانون پر ځای مصلحت او معاملې ته لومړیتوب ورکړی دی.
پر دغوو مطرحو کاندیدانو سربېره ویل کیږي چې راتلونکو ټاکنو کې به انوارالحق احدي، حکمت کرزی، احمدولي مسعود، شیدا محمد ابدالي، نورالحق علومي او نوررحمن لېوال هم ځانونه نوماند کړي.