د هند د بشري مرستو لسمه جوپه هېواد ته را ورسېده. هندي رسنيو ويلي چې په دې جوپه کې روغتيايي توکي شامل دي چې کابل کې د اندراګاندي روغتون ته سپارل شوې ده. هند افغانستان کې د بشري وضعيت د سمون په موخه په تېر يوه کال کې ۵۰ زره ټنه غنم او د ديرشو ټنو په شاوخوا کې دارو درملو مرسته کړې ده. دغه هېواد چې په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان مهم ملاتړی او مرستندوی هېواد و، تېر کال کابل کې خپل سفارت وتاړه. د هند د بهرنيو چارو وزير تېره اونۍ وويل چې کابل کې يې خپل سفارت ته ډيپلوماټان را استولي دي. ا.ا د



































