د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی راميز الاکبروف وايي چې هېواد کې د بشري وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي په موخه د کليو د پراختيا پروګرام پيلوي. راميز الاکبروف ويلي چې افغانستان کې د کليو پراختيا په ټيټه کچه کې ده او دوی هڅه کوي چې د کليو د پراختيا پروګرام له لارې خلکو ته د کار روزګار زمينه برابره کړي. د بزګرانو لپاره د مرستو برابرول او کرنيزو محصولاتو ته د بازارونو موندل د دغه پروګرام نورې موخې دي. ملګري ملتونه په داسې حال کې د کليو د پراختيا پروګرام د پيلولو خبر ورکوي چې وروستيو کې د خلکو اقتصادي وضعيت خورا خراب شوی او د وړاندې شويو ارقامو له مخې ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان کې د خلکو ورځنی عايد ۱.۹ ډالرو ته را ټيټ شوی چې د توکو لوړو بيو ته په کتو دا د عوايدو بيخي ډيره ټيټه کچه ده.



































