د ګڼو مهمو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ حکومت غواړي، چې په راتلونکو میاشتو کې د خپلو نیمايي عسکرو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي. امریکایي رسنیو ته د امریکا په دفاع وزارت کې دوو مهمو او باوري سرچینو ویلي چې له افغانستان دمګړی د ۷ زرو عسکرو د ایستلو خبره کېږي. په دې سره به د امریکا نیمایي عسکر له افغانستان وځي. سرچینو ویلي چې ټرمپ غواړي له ډېری هېوادونو خپل سرتېري امریکا ته ستانه کړي او په ځينو هېوادونو کې روانې جګړې له سیاسي لارو حل کړي. ټرمپ دوه ورځې وړاندې له سوریې هم د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه. ټرمپ ویلي چې له راتلونکو ۶۰ تر ۱۰۰ ورځو پورې به یې ټول سرتېري له سوريې وځي او هلته به شته مسایل د مذاکراتو له لارې حل کېږي. دغه ډول راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د سولې لپاره د وسله والو طالبانو لومړنی شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي. دوی وايي تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي د سولې په اړه به مذاکرات ګټور نه وي.