پخواني ولسمشر پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د سیلاب ځپلو لاسنیوی وکړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو او قربانیو خواشینی کړی دی او د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو افغانانو سره شریکوي. دده په وینا دغه طبیعي پېښو په څو میاشتو کې افغانان سخت زیانمن کړل چې پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. هغه پر افغان ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو غږ کړی دی چې د خپلو وګړو لاسنیوی وکړي او په دې سختو شرایطو کې خپلې مرستې تر دوی ورسوي.



































