د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات د پام وړ لوړ شوي دي د سوداګرۍ وزارت وايي، د هېواد صادرات له درېیو فیصدو څخه لسو فیصدو ته لوړ شوي دي. د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي ویلي، د افغانستان د صادراتو کچه د څلورو تېرو کلونو په پرتله اووه سلنه زیاته شوې او اوس لس سلنې ته رسېدلې ده. دده په وینا په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان صادرات ۵۱۴ میلیونه ډالره و، خو اوس دا شمېره ۸۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. دی وايي، د صادراتو د ډېرېدو اصلي دلایل له هوايي او ځمکنیو دهلېزونو څخه استفاده، د افغاني توکو لپاره د بازارونو ډېرېدل، د افغاني کالیو کیفیت او د صادراتو ملي ستراتیژي ده چې په صادراتو کې په اسانتیاوو ټینګار کوي.