ټاکل شوې چې سبا شنبه د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملیکنه پيل شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره به د نوماندانو نوملیکنه سر له شنبې پيل شي او تر دوولسو ورځو پورې به دوام کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست وايي چې تر نوملیکنې وروسته به د نوماندانو لومړنی لېست د مرغومې په اتلسمه او وروستی لېست د سلواغې په ۲۶مه اعلانېږي. ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.