د ریيس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې غونډه کې يو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې پر حکومت د شرکتونو د شته پورونو په اړه يوه طرحه جوړه کړي. په دې غونډه کې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د ماليې، اقتصاد، د کليو بيا رغونې او پراختیا وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هغو شرکتونو په اړه چې حکومت یې پوروړی دی، د پورونو د ستونزو د حل لپاره طرحه جوړه او د کابينې غونډې ته يې وړاندې کړي. د کابینې په دې غونډه کې اداري کمېسيون ته هم دنده سپارل شوې، چې د يو شخص په نوم له يوې ډېرو تذکرو لغوه، یا هم په کاغذي تذکرو کې د نوم، تخلص، ولايت او د عمر اصلاح کولو په اړه جوړ شوی طرزالعمل بشپړ وڅېړي او خپل نظر د کابینې په غونډه کې شریک کړي.



































