د امریکا ددفاع وزارت په خپل شپږمیاشتني راپور کې ویلي، چې هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ښه ملګری دی او په بېلو برخو کې یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي. د پنټاګون په راپور کې راځي چې هند د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې تل همکاري کړې ده او هڅه کوي د افغان ځوانانو ظرفیتونه لوړ کړي. پنټاګنو له هند غوښتي چې د افغانستان د ثبات او سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې هند په سیمه کې د افغانستان ښه متحد دی او په دغه هېواد کې یې ګڼې بنسټیزې پروژې پیل کړې یا تکمیل کړې دي. هند هم په ځلونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به ګڼې بنسټیزې پروژې پیلوي. په وروستي اقدام کې یې له چین سره په افغانستان کې د ګډو پروژو پر پیلولو خبرې کړې دي.