په خوست کې د سیمه ییزې ادارې په مرسته څه باندې ۸۵۰۰ اړو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا د ژمنیو مرستو د ویش بهیر پیل شو. د خوست د والي ویاند طالب منګل ویلي، په دې پروګرام کې د وزیرستاني کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره دوه- دوه سوه ډالره نقدي مرسته کېږي. د خوست ولایت چارواکي وايي چې د مرستو په دې پروګرام کې د وزیرستاني کډوالو له څه باندې اووه نیم زره کورنیو او د بې ځایه شویو او د بېوزلو افغانانو له نږدې زرو کورنیو سره مرسته کېږي.