پخواني طالب چارواکي معتصم اغا جان له یوې عربي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د اماراتو خبرې خورا مهمې وې او ښایي مثبتې پایلې ولري. دده په وینا په دې خبرو کې تر ټولو ډېر تمرکز د دوه اړخیز باور پر جوړولو و، چې تر څنګ یې طالبانو خپلې ځنې غوښتنې هم امریکا ته وړاندې کړې دي. د اغاجان په خبره د سولې په برخه کې د څو هېوادونو ګډون دا ښيي چې دا پروسه له ځان سره ملاتړ لري او ارو مرو به مثبتې پایلې ته رسېږي. نوموړي دغه راز ویلي، چې طالبانو خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې دي او اوس د خبرو بل پړاو د امریکا تر ځواب وروسته ترسره کېږي. معتصم اغا جان هیله ښودلې چې روانې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه په افغانستان کې اوږده جګړه پای ومومي.