پنجشنبه, جولای 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

امریکا دې د افغانستان د بيارغونې لپاره کړې ژمنې پوره کړي

ليکنه: غاټول؛ د چین ميډيا ګروپ خبرياله

اگست 26, 2022
in لیکنې
0 0

امريکا د تېر کال د اګست په دېرشمه نېټه په پوره توګه خپل ځواکونه له افغانستانه وايستل. خو يو کال وروسته افغانستان چې بيارغونې ته سترګې په لاره دی، لاهم د بشري بحران، اقتصادي پرځېدا او ترهګرو بريدونو په شمول له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی. ځينو کارپوهانو دې ته په اشارې سره ويلي چې پخوا امريکا افغانستان ته پرمختګ نه دی راوستی بلکې ورته يې زيانونه رسولي دي. اوس امريکا لاهم خپلو کړنو ته سم نه ګوري او دغه هېواد ته د زيانونو راوړلو ته دوام ورکوي. په دې هکله د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان د ماليې وزارت له پخواني چارواکي فضل سره مرکه کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې د افغانستان بيارغونه له ډېرو ستونزو سره مخ ده، نو تر هر څه لومړی امريکا دې کنګل شوې شتمني د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري او د دې هېواد په بيارغونې کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي او په هغې دې عمل وکړي.
که څه هم تېر کال له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد د پخوا په پرتله ارام شوی دی، خو افغانان اوسني وضعيت ته خوشبين نه دي. دغه هېواد په تېر يو کال کې له ګڼو طبيعي ناورينونو سره مخ شوی او اوس شاوخوا ۲۵ ميليونه وګړي له فقر سره مبارزه کوي او نړيوالو مرستو ته ضرورت لري. ښاغلي فضل په دې اړه ويلي چې دا ښکاره ده چې په کابل کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی او نسبي امن راغلی دی، خو زموږ پر وړاندې ستونزې هم ډېرې دي. شاو خوا يو لک افغانان د تېر کال په اګست کې خپل وطن پرېښود چې په دې جمله کې زياتره يې مسلکي شخصيتونه شامل وو. کابل ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته بې کاري لوړه شوې ده او د خوړو د بيو د لوړېدو له کبله ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي. ډېر افغانان چې پخوا يې په حکومتي ادارو کې او يا په بهرنيو سازمانونو کې کار کاوه، اوس کچالو پلوري، بوټان بورس کوي او يا وزګار دي. نو د دوی ژوند ښه نه دی.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د غربي هېوادونو حکومتونو له افغان حکومت سره مرستې بندې کړې او په ورته وخت کې امريکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې چې له دې کبله يې افغانستان کې مالي ستونزې رامنځته کړې دي. ځيني افغان ملکيان اړ شوي چې خپلې ځمکې او کورونه وپلوري. ښاغلي فضل د ستونزو د يادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې په همدې دلايلو د اوسني حکومت رسميت پېژندل د نړيوالې ټولنې له خوا نه دي ترسره شوي. نو ډېرې پروژې ځنډېدلې دي. د بېلګې په توګه د امريکا، اروپايي ټولنې او نړيوال بانک له خوا پلې شوي ټولې هغه پرمختيایي پروژې چې د تېر حکومت له خوا پيل شوې وې، اکثره متوقف شوې او ځنډېدلي، خو زرګونه افغانانو په دغو پروژو کې کار کاوه او اوس کار نه لري چې دا د دوی پر ژوند منفي اغېزه کړې ده. د دې ترڅنګ ډېرو نړيوالو مرستندويه سازمانونو له افغانستان سره مرستې بندې کړې چې په پايله کې لا زيات افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي. نو هيله من يم چې د امريکا په مشرۍ غربي هېوادونه دې د افغانستان د بيارغونې لپاره ياد پرمختيايي پروژې بيا پيل کړي او نور هېوادونه له افغاستان سره د مرستو لپاره نوې پروژې هم پلې کړي څو افغانان اوسنۍ ستونزې لرې کړي.
د افغانستان د ستونزو پر وړاندې د امريکا حکومت تل وايي چې واشنګټن به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او له افغانستان سره مرستې به وکړي. خو ژمنه يې يوازې تش خبرې وي او په عمل کې يې نه دي ثابت کړي. په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې امریکا په ښکاره توګه کنګل شوې افغان شتمني غلا کړې او تر اوسه يې بېرته افغانانو ته دغه پيسې نه دي ورکړې. فضل په مرکې کې په دې اړه ويلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو شتمني ده، نو امريکا دې په پوره امانتدارۍ د دې پيسو ستانه وکړي او د دې هېواد مرکزي بانک ته دې وسپاري چې د دې شتمنۍ په ازادېدو سره به له نړۍ سره د افغانستان تجارت هم پراخ شي. امريکا او اروپايي ټولنه چې پخوا د افغانستان د پراختيا او بيا رغونې لپاره کومې ژمنې کړې، بايد په هغې عمل وکړي او هغه پوره کړي.

Share12Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

جولای 23, 2026

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

جولای 23, 2026

قالیباف: د هرمز تنګي امنیت د امریکايي ځواکونو له وتلو سره تړلی

جولای 23, 2026

سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In