د ډیموکراسي بنسټ مشر او د افغانستان د چارو نامتو شنونکي بل روګيو نیویارک پوسټ ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه خوښ دی، ځکه د ده په باور په دې هېواد کې د امریکا موجودیت په عامه افکارو کې د طالبانو جګړې ته مشروعیت ورکړی وو او د دې ډلې لیکي یې پیاوړې کړې وې. نوموړي دغه راز ویلي، طالبانو تل دا بهانه نیوده چې دوی له بهرنیو قوتونو سره ستونزه لري او څو پورې چې هغوی په افغانستان کې وي، دوی به خبرې ونه کړي. نوموړي زیاته کړې دا پرېکړه ځکه غوره بولي چې نور به په دې خاوره کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ښه چانس برابر شي او د طالبانو دا بهانه به ختمه شي چې ګواکي دوی د امریکایي ځواکونو تر وتلو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړې باوري دی چې طالبان به د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له افغان حکومت سره خبرې وکړي او راتلونکی پسرلی به د افغانانو لپاره ښه زیري له ځان سره ولري.