د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې د ټولو او له افغانستانه د نیمایي عسکرو د وتلو پرېکړه کړې ده. په ورته وخت کې د یاد هېواد د دفاع وزیر جیمز مټیس هم استعفا ورکړې ده. دا دواړه هغه موضوعات دي چې امریکایي سناتوران یې اندېښمن کړي دي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې سناتوران وایي په ډېریو پوځي پرېکړو کې د ټرمپ بېړنیو اقداماتو اندېښمن کړي دي. دوی که څه هم ویلي چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه خبرې کول اوس له وخت وروسته موضوع ده خو زیاتوي چې په داسې پرېکړو کې د ټرمپ بېړني اقدامات اندېښمنونکي دي. دوی ویلي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه په ډېر بېړه شوې او دا نامناسبه ده. سناتورانو دغه راز د ټرمپ او مټیس تر منځ د نظر اختلاف ته په اشارې ویلي چې د دوی دواړو تر منځ د ژور اختلاف نظر په موجودیت کې د هغوی دومره ملګرتیا هم د افسوس وړ ده، چې په خبره یې باید پخوا یې لا چاره شوې وای. په ورته وخت کې یو سناتور سینګ راجر ویکر واشنګټن پوسټ ته ویلي، له سوریې او افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بېړنۍ پرېکړې ته اندېښمن دی. هغه له ټرمپ نه غوښتنه کړې چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.