ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه نن د هغو پنځو وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پیل کړي چې اویا په سلو کې پراختیايي بودجه يې نه ده مصرف کړې. د ولسي جرګې د مالي او بودجې د چارو کمېسون د هر کال په وروستیو کې د وزارتونو له خوا د پراختیايې بودجې لګښت ارزوي او په اړه يې د جرګې عمومې غونډې ته راپور ورکوي. د ټولګټو وزیر، عدليې وزیر، د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر د افغان دولت د کابینې هغه وزیران دي چې ولسي جرګه يې استیضاح کوي.