هالنډ په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېر كمېدل له وخته مخكې اقدام وباله. د دغه هېواد د دفاع وزير آنك بايلويلد ویلي، په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د كمولو اعلان حيران كړى دى. نوموړي زياته كړې، كله چې يو هېواد د يوه تړون غړى وي، بايد موضوعات د تړون له نورو غړو سره شريك كړي، نه دا چې د ټويټر له لارې يې اعلان كړي. د بايلويلد په وينا، هالنډ په افغانستان كې د وضعيت ښه كولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كوي، ځكه د دې هېواد امنيتي حالت ښه نه دى. د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان كې د خپلو سرتېرو د كمولو بهير د پيل امر وركړ. پر همدې مهال د ملي يووالي حكومت وايي، له افغانستانه د زرګونو امريكايي سرتېرو وتل به د هېواد پر امنيت اغېز ونه كړي، ځكه هغوى اوس مهال دلته د روزنې، تخنيكي مرستو او ملاتړ چارې مخته وړي.