د پاکستان توغندیزو بریدونو په کونړ کې څلور تنه ټپيان کړي دي. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، تېره ورځ ناوخته له ډیورنډ کرښې هغې غاړې توغندي راتوغول شوي وو. دهقان وایي، دغه څلور توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کې لګېدلي دي. دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي، په ټپيانو کې دوه یې ماشومان دي.