د فراه ولایت د ګمرک مسؤلین وایي، چې د دې ګمرک په عوایدو کې د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې ۴۸ اعشاریه پنځه سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت د ګمرک مشر خان زمان امرخېل وویل چې د ګمرک عواید د اسد په میاشت کې ۳۶۴ میلیونه افغانۍ وو، په داسې حال کې چې د قوس په میاشت کې دغه رقم۵۴۰ میلیونو افغانیو ته رسېدلی دی. امرخېل وویل، د قاچاقو مخینوی، په ناقانونه ډول د پیسو اخیستلو او له فساد سره مبارزه هغه څه دي چې د فراه ولایت د ګمرک عواید ورسره لوړ شوي دي.