سپينې ماڼۍ له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په اړه له څه ويلو ډډه کړې، بلخوا امريکايي وکيلانو په دې اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي. په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت شورا وياند ګاريټ مرقيوس وويل چې دوى اوسمهال په دې اړه څه نه شي ويلى. بلخوا د امريکا د کانګرېس د وسله والو ځواکونو کمېسيون مشر ماک تروبوري د ټرمپ پر یادې ممکنه پرېکړې سختې نيوکې کړې دي. نوموړي زياته کړې چې په دې اړه له خپرو شوو خبرونو سخت اندېښمن شوى دی. دغه امريکايي وکيل ويلي چې، د نيمايي سرتېرو له ايستلو سره به هلته د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو ژوند له ګواښ او هغوى به د ځان ساتنه کې له ستونزو سره مخ شي. د هغه په وينا، که چېرې امريکا دغه کار وکړي، نو نور متحدين به هم د خپلو سرتېرو پر ايستلو غور کوي او دغه کار به د نا امنۍ لامل شي. د امريکا د کانګرېس د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر وايي چې امريکايي او نړيوال ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره فعاليت کوي، که چېرې دوى ووځي، نو القاعده، داعش او نورې ترهګرۍ ډلې به يو ځل بيا پر امريکا او متحدينو بريدونه پيل کړي.