د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه نن رسماً پیل شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان کولی شي سر له ننه په رسمي توګه ځان نوماند کړي. د افغانستان اساسي قانون د دوه ویشتمې مادې پر بنسټ، هر افغان حق لري چې ځان كانديد کړي، خو په دې شرط چې د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زيږېدلى وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري او د كانديدېدو په ورځ يې عمر تر څلوېښتو كلونو لږ نه وي. دا په داسې حال کې ده چې پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي چې د ټاکنو اوسنی کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت وړتیا نه لري او نه شي کولی په شفافه توګه ټاکنې ترسره کړي. په ورته وخت کې یوناما هم څو ورځې وړاندې ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو په څېر ګډوډۍ ورته د زغملو نه دي، خو یاد کمېسیون ډاډ ورکوي چې په ټول توان هڅه کوي، څو راتلونکي ټاکنې رڼې ترسره او حق حقدار ته وسپاري.