په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به تل د هغوی په څنګ کې ولاړ وي. نوموړي چې پرون یې د فراه ولایت امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی و وویل، نړیوال ځواکونه به د سولې، یووالي او ملي ګټو د تامین لپاره په افغانستان کې پاتې وي. مېلر زیاته کړې، دوی به تر هغو پورې له افغانستان او افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو پورې چې په دغه هېواد کې سراسري سوله او ثبات نه وي برقرار شوی. مېلر دغه راز وویل، افغانان باید د خپلو زړورو سرتېرو د هغو قربانیو دفاع او قدرداني وکړي چې د دې خاورې د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره یې ورکړې دي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ پرون اعلان وکړ چې راتلونکي کال کې به خپل اووه زره سرتېري له افغانستانه وباسي.