روسیې له افغانستانه د ۷زره امریکایي سرتېرو د وتلو پر پرېکړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امریکا په وار وار له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو ژمنه کړې خو عمل یې ورباندې نه دی کړی. د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف وایي، دوی هیله من دي چې امریکا دا ځل پر خپله ژمنه عمل وکړي او په رښتیا هم خپل سرتېري له دې خاورې وباسي. نوموړي زیاته کړې، دوی د سیمې هېوادونو په مرسته هڅه کوي چې په دې هېواد کې د افراطي نظریو د بیا پراختېدو مخنیو وکړي. پیسکوف په خپلو خبرو کې دغه راز ویلي، دوی نه پوهېږي چې امریکا به په رښتیا هم له افغانستانه ووځي او کنه خو زیاتوي چې له دې خاورې د امریکایي سرتېرو وتل د افغانستان په ګټه دي. هغه ویلي دوی باثباته افغانستان د ځان او سیمې په ګټه بولي او دا هر څه له دې خاورې د امریکایي ځواکونو په وتلو پورې تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ځینې سرچینو په وینا ښایي افغان جګړه خصوصي شي او د بلک واټر مشر په دې وروستیو کې په دې تړاو ځینې افغان سیاسیونو سره هم خبرې اترې کړې دي.