امریکایي سناتور او د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ غړي له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه د امریکا د ملي ګټو پر زیان بللې او په دې اړه یې له سنا جرګې څخه د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
ګراهام د امریکا د دفاع له مستعفا وزیر جېمز مټيس سره یو ځای یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، د ټرمپ اداره باید د خپلې وروستۍ پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي. نوموړي زیاته کړه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د سپټمبر د یوولسمې د تکرار په مانا ده او په خبره یې که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دغه هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن ځای بدل او له دې ځایه به د امریکا ګټې وګواښي.
هغه وویل، ټرمپ فکر نه کوي چې داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو د ده په خبره داعش په افغانستان کې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی او مالومه ده چې هغوی پر امریکا د برید پلان لري. یاد مخکښ سناتور زیاته کړه، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل به تېرې اتلس کلنې هغه لاسته راوړنې هم له خاورو سره خاورې کړي، کومې چې د امریکایانو د وینو په بدل کې لاسته راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو امریکايي رسنیو خبر ور کړی چې د ټرمپ اداره غواړي له افغانستانه اووه زره پوځیان وباسي.
له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د ايستل کېدو له اعلان سره هممهاله، موثقو سرچينو سيمې ته د بلک واټر د مشر اېرېک پرېنس د پټ سفر خبر هم ورکړی دی. پرېنس تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له ځينو مهمو افغان او امريکايي سياستوالو سره هم ليدلي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې پرېنس افغانستان، پاکستان، هندوستان او ازبکستان ته هم سفرونه وکړي. د بلک واټر امنیتي کمپنۍ مشر ارېک پرېنس د ټرمپ خاص سلاکار دی او ټرمپ يې دې ته هڅولی، څو امريکايي عسکر يو مخ له افغانستانه وباسي او افغان جګړه د ده کمپنۍ بلک واټر ته په اجاره ورکړي.