د پروان ولایت د اقتصاد ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ۸۷ پراختیایي پروژې پلان شوې وې چې له ډلې ۶۰ یې تر اوسه پلې شوې دي.
د دغه ولایت د اقتصاد رییس مسیح هاروني ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژې د اوو بېلابېلو سکټورونو له خوا په خدماتي او ساختماني برخو کې د ۵۷ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پلې شوې دي.
د پروان ولایت د اقتصاد ریاست په خبره، دغه پروژې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پلې شوې چې په پلې کېدو سره د خلکو ستونزې کمې شوې او په اقتصاد کې یې د پام وړ مثبت بدلون راغلی.
د نوموړي په خبره، تمه ده چې د کال تر اخره پورې به پاتې نورې پروژې هم پلې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.