له افغانستان او سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د متحده ایالتونو د ولسمشر ناڅاپي اعلان په کور دننه او بهر د دې پرېکړې د عواقبو په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.
د ولسي جرګې غړي وایي، له کوم خاص میکانېزم پرته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ترهګرو ډلو په ځانګړې ډول داعش او نورو جنایتکارو ډلو ته د دې فرصت برابروي چې افغانستان د خپلو فعالیتونو مرکز وګرځوي.
وکیلان وایي، له یوې خوا په امریکا د داعش ډلې د رامنځته کېدو تورونه دي او له بلې خوا دغه ډله په سوریه کې له محدودېدو وروسته په دې هڅه کې ده چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي.
د دې جرګې غړي کمال ناصر اصولي وویل: «امریکایان نه زموږ په غوښتنه راغلي وو او نه زموږ په خوښه وځي. په خپله راغلي او په خپله به ځي، اما موږ امریکایانو ته وایو چې تر څو چې افغان ملت ته قوي ضمانت ورنه کړی، تاسو افغان ملت تروریستانو ته په دغه شکل مه پرېږدئ چې موږ یو ځل بیا کورنیو جګړو ته لاړ شو او یا هم پاکستان د مختلفو ډلو په واسطه په موږ خپل تسلط په اثبات ورسوي.»
بلخوا وکیلان وایي، دلته د امریکا په اووه لس کلن پوځي حضور کې ځینې جنایتکارې، غیر مسوولې وسله والې ډلې چې په خپله بهرنیانو روزلې دي، فعالې دي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې هره شېبه ستونزې ایجادولی شي.
شنونکي وایي، امریکا باید افغانانو ته تضمین ورکړي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته به داعش بېرته نه راپورته کېږي او د افغانستان جګړه به شخصي کمپنیو او په افغانستان کې جنایکارو او غیر مسوولو وسله والو ډلو ته نه سپارل کېږي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دغه ناڅاپي پرېکړه داسې مهال ده چې وسله والو طالبانو د افغان سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو جدي ټینګار کړی دی.
بلخوا د طالبانو ځینو سرچینو لوېديځو رسنیو ته ویلي، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه خپل ځواکونه له دوی سره د شپږ میاشتني اوربند د هوکړې په بدل کې وباسي.
دغو سرچینو ویلي، په دې اړه په متحده عرب اماراتو کې د امریکا او طالبانو په وروستۍ لیدنه کې هوکړه شوې ده .
دوی دا ادعا هم کړې چې ګنې متحد ایالتونه به د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې په دریو پوځي اډو کې پاتې شي.
«دې ټایمز» په نوم ورځپانې په یوه لیکنه کې ویلي، امریکا هڅه کوي چې د افغانستان له را روانو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د سولې تړون لاسلیک شي.
دا ورځپاڼه زیاتوي چې طالبانو د ابوظبۍ په خبرو کې یو ځل بیا دا غوښتنه مطرح کړې چې د ملي یووالي حکومت باید خپل ځای یوې موقتې ادارې ته پرېږدي.