د امریکا له لوري د ۷ زره امریکايي عسکرو د احتمالي وتلو اعلان د ګڼو هېوادونو او سیاسي ډلو غبرګونونه پارولي دي. وسله والو طالبانو بیا له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هر کلی کوي او دا مسئله به د سولې په خبرو کې د باور رامنځ ته کولو سبب شي. د سولې د خبرو لپاره د طالبانو تر ټولو مهم شرط د امریکايي ځواکونو وتل ښودل شوی و. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون کې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر سرچینو رسنیو ته وویل، چې ټرمپ غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي. دوی ویلي وو، ددې احتمال شته چې په لومړي سر کې له افغانستان ۷ زره امریکایان ووځي. د امریکا دغه پرېکړه د روسیې او پاکستان له هرکلي سره هم مخ شوې ده.