امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي دي، چې وسله وال طالبان د افغانستان پر ډېره برخه نفوذ لري نو له دغه ډلې سره په جګړه کې نه یوازې چې امریکا ته زیانونه اوړي بلکې ملکي افغانان هم زیانمېدلی شي. سرچینه کاږي افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکې له سیاسي لارو د حل وړ ده او امریکا ته په کار ده، چې له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي. په مطلب کې راځي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د سولې د خبرو فرصتونه ډېر شي او د زلمي خلیلزاد هڅې به مثبتې پایلې ولري. ورځپاڼې دا هم ویلي، چې امریکا د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه له افغانستان نه وځي بلکې د افغان ځواکونو ملاتړ او د ترهګرو د بیا را ګرځېدو مخنیوی به هم کوي. واشنګټن پوسټ وایي امریکا باید لا ډېر مخکې د خپلو ځواکونو پر وتلو او د افغان جګړې پر سیاسي حل فکر کړی وای، خو اوس هم دغه اقدام پر ځای دی.