د سولې عالي شورا وایي په نږدې میاشتو کې به له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې پیل شي. سره له دې چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه مني، خو افغان حکومت هیله من دی چې د سولې روانې خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. بل پلو ولسمشر غني بیا د طالبانو له لوري په اماراتو کې له افغان حکومت سره د خبرو نه کول ددغه ډلې سیاسي ماتې بللې وه. د سولې عالي شورا بیا وايي چې په راتلونکو میاشتو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي. ددغه شورا غړو رسنیو ته ویلي چې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته طالبان بله لار نه لري او ددغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.