د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ویلي، که په راتلونکي پسرلي کې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یوځای په غزني کې د ولسي جرګې او په ټول هېواد کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یوځای نه شي ترسره کولی، حکومت ته دې خپل دلایل وړاندې کړي. تر دې وړاندې افغان حکومت د ټاکنو له خپلواک کمیسون غوښتنه کړې وه چې یادې ټاکنې دې ټولې یوځای ترسره کړي. د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو پر کمیسیون نیوکه کړې چې د کمزوري مدیریت له کبله یې تراوسه د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلې په بشپړه ډول نه دي اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي د سرور دانش د نیوکې په ځواب کې ویلي، امکاناتو ته په کتو د څلورو واړو ټاکنو یو ځای تر سره کول، د دغه کمیسیون له توانه وتلې خبره ده. خو د ولسمشردویم مرستیال وايي، که په راتلوونکي پسرلي کې څلور واړه ټاکنې یو ځای تر سره نه شي، په وینا یې قانوني ستونزه رامنځته کېږي.