د کندوز ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د تخار د عامه نظم قوماندان وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان دي. د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر ويلي چې نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې د تخار د عامه نظم د قوماندان ډګرمن شاه طاووس پر موټر بريد کړى دى. هغه وايي په دغه بريد کې خپله شاه طاووس وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان دي. په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ بیا ويلي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کندوز- تخار لويه لار نا امنه شوې ده. دده په خبره ددغه لارې امنیت باید تامین شي کنه د نا امنیو له امله ښایي دغه لار وتړل شي.