په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ مېلر وایي، تر اوسه یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو حکم نه دی تر لاسه کړی. نوموړي نن په ننګرهار کې له والي سره په لیدنه کې د خبرو پر مهال وویل چې ده ته تر اوسه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه حکم نه دی رسېدلی او که چېرته یې ځواکونه کم هم شي دوی به له افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. مېلر زیاته کړې چې په افغانستان کې باید تاوتریخوالی نور پای ته ورسېږي ځکه د نوموړي په خبره د دې ناخوالو پور افغانان ورکوي او نور باید ټول اړخونه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي. هغه ویلي امریکایي ځواکونه به تل د افغان حکومت او افغان ولس تر څنګ ولاړ وي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به یې یوازي پرې نه ږدي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ ناوخته ولسمشر ټرمپ وویل چې راتلونکی پسرلی به له افغانستانه خپل اووه زره سرتېري وباسي.