افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسد الله خالد د افغانستان د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو د نوماند وزیرانو په توګه ټاکلي دي. په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته دنده سپارل شوې چې ښاغلی خالد او ښاغلی صالح د باور رأیو د اخیستنې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني. اسدالله خالد او امرالله صالح دواړو په تېر حکومت کې د ملي امنیت د رئیسانو په توګه دنده پرمخ وړې او په امنیتي برخه کې د ښو تجربو لرونکي دي. د ارګ په اعلامیه کې د دفاع د پخواني وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو د پخواني وزیر ویس احمد برمک د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.