د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وایي، هیڅ جګړه په جګړه نه ده ګټل شوې بلکې د سولې خبرې او مذاکرات دي چې کولی شي ښکېل اړخونه یوې هوکړې ته ورسوي. نوموړي زیاته کړې چې جګړه بدمرغي راوړي او خلک له یو بله لریوالي ته هڅوي خو سوله یې بیا برعکس. باجوه وویل پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغان سولې برخه کې ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغانستان د امن کولو لپاره یې هڅې په چټکۍ روانې دي او په سیمه کې د سولې او ثبات څرک لیدل شوی دی. باجوه ویلي دوی دغه راز په دې هڅه کې دي چې هند ته هم د دوستۍ لاس وغځوي او له همدې لارې په سیمه کې له شته ناخوالو سره پیاوړې مبارزه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرو د روزلو او خوندي کولو له امله له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.