د افغانستان ا.ا وايي، افغانستان د کې ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې او په دې اړه اندېښنې بېځايه دي. تر هغې وروسته چې يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو ۷۷يمې اسمبلې ته په خبرو کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو اندېښنې څرګندې کړې، بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې تړاو اندېښنې پر ناسمو معلوماتو او سرچينو ولاړې او بېځايه دي. په دې تړاو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ چا پر خلاف ونه کارول شي. په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو يو ځل بيا غوښتل شوي چې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارې او د بې بنسټه تورونو د لګولو پر ځای دې له ا.ا سره مثبت تعامل وکړي. د دې خبرپاڼې تر خپرېدو مخکې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم يوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې ځينې مغرضې کړۍ غواړي افغانستان يو ترهګر هېواد معرفي کړي. که څه هم متقي په ډاګه د کوم هېواد يا ډلې نوم وانخيست خو ظاهراً يې اشاره د پاکستان د لومړي وزير څرګندونو ته وه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د وينا پر مهال يې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعاليتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه. د چارو شنونکي هم د پاکستان دې ادعاوو ته د يوې بلې چټلې لوبې په نظر ګوري او پر ا.ا غږ کوي چې د خنثی کولو لپاره يې لاس پر کار شي.





























