د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او په دې برخه کې هر کال تر ۲۸۰ میلیونه ډالرو ډېر لګښت پرې کوي. دغه سازمان د افغانستان د انرژۍ اونۍ په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید لپاره د ۲۲۰ ګیګاواټه څخه د ډېر ظرفیت لرونکی دی؛ خو د هېواد ډېری وګړي لا هم باثباته برېښنا ته لاسرسی نه لري. افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.































