د سره صليب نړيوال سازمان په افغانستان کې له څه ۲۴ميلیونه خلکو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې مرستې ته خلک د ژمي له رارسېدو سره شدیده اړتیا لري. سره صليب ټينګار کړی، چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو سره، مرستندويه سازمانونه بايد افغانستان کې د فعاليت ژر تر ژره لاره پیدا کړي. څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کې له ۲۴میلیونه خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه. يادې ادارې ويلي وو، چې وروستيو طبيعي پېښو او قحطۍ افغانان سخت ځپلي او د ژمي له رسېدو سره به ېې ژوند له سختو ستونزو سره مخ شي.



































