په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت استازی نصیر احمد فایق د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وینا کوي. فایق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د امنیت شورا غونډه د افغانستان په اړه ځانګړې شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې دی به د پخوا په څېر د افغانستان او د افغانانو د وروستیو حالاتو په اړه د امنیت شورا ګډونوالو ته معلومات وړاندې کوي. د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نیویارک ته روانه شوې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کوي. دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په لنډه اعلامیه کې لیکلي چې دا غونډه سبا دسې شنبې په ورځ ترسره کیږي او د یوناما سرپرست مارکوس پوتزیل به ورته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خپل راپور وړاندې کوي.





























